سیاستخبرونهTOP

مولوي اميرخان متقي: حکومتي ادارې مکلفې دې، چې خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي

 کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په هرات کې د یاد ولایت د بهرنیو اړیکو ریاست د نوې ودانۍ پرانیسته وکړه.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې د هرات والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او یو شمېر نور ځايي چارواکو برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په هرات ولایت کې د یاد ولایت د بهرنیو اړیکو ریاست د ودانۍ د پرانستې پر مهال د حکومتي ادارو له لوري خلکو ته د غوره چوپړتیاوو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې امیرخان متقي همدارنګه وویل، چې هیله لرو، چې ټولې دولتي ادارې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د صنعتي پراختیا، سوداګرۍ، کرنې او کارموندنې په برخه کې ګړندۍ هڅې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو ریاست نوې ودانې په ښکلې او عصري بڼه د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ کلونو په موده کې جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا