خبرونهامنیت

دهلمند په نویوجګړو کې اته دیرش طالبان ووژل شول

 کابل / د غبرګولي ۲۹ / باختر

په هلمند کې په نویونښتو کې د څو پاکستاني جګړه مارانوپه ګډون ۳۸ طالبان ووژل شول او ۱۴ تنه نورټپیان شول.

دغه جګړې تېره شپه اونن سهار په نهرسراج او کجکي ولسوالیوکې د پوځيانوپرپوستو د طالبانو له برېدونو وروسته ونښتې.

د رارسېدولوخبرونوله مخې، د طالبانو له برېدونو وروسته ځمکني او هوايي قوتونه لاس په کارشول او په یرغلګرو برېدونه وکړل.

د هېواد په جنوب لویدیځ کې د میوند قول اردو د رسنیو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغو جګړو کې ۳۸ طالبان ووژل شول او ۱۴ تنه نورټپیان شول.

دغه قول اردو مني چې په وژل شویوکسانوکې څو پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.

وسله وال طالبان وايي چې په دغو جګړو کې پوځيانوته د سر زیانونه آړولي دي.

پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته