خبرونهسیاستTOP

مولوي امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل، د سلواغې۱۶مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د قطر هېواد بهرنيو چارو د وزير له ځانګړي استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي  سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې وکتل.

په ناسته کې د دواړو لوريو تر منځ په سياسي همکاريو، د اړيکو پياوړتيا او بشري مرستو کی د قطر الخيرية بنسټ فعاليت په هکله مفصلې خبرې وشوې.

په پای کې داوړو لوريو وويل چې شته فرصتونه باید ښه مدیریت او ګټه ترې واخیستل شي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا