
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر سهیل محمود په مشرۍ پلاوي او په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
متقي په دغه کتنه کې وویل چې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ مشترکات لري، نو ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي هم پر ښه ګاونډیتوب او تفاهم ولاړې دي.
د نوموړي په وینا، دا چې ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو لاسته راوړنو په لړ کې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه لرلي او د افغانستان جغرافیایي موقعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړي، چې باید ګټه ترې واخیستل شي.
متقي په دغه کتنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.
په ورته وخت کې د پاکستاني پلاوي مشر سهیل محمود په دغه کتنه کې په افغانستان کې د وینې بهېدنې د مخنیوی، د بشپړ امنیت د خوندیتوب، د نشه یي توکو پر کښت بندیز او کمښت، د اداري فساد له منځه تګ او اقتصادي چارو د پاملرنې په برخه کې د اسلامي امارت پرمختګونه وستایل.
نوموړي په پاکستان کې امنیتي پېښو او هلته د امنيتي وضعیت اړوند تشویشونو ته په اشارې سره وویل موږ هیله لرو چې شته ستونزې د تفاهماتو له لارې هوارې شي.