سیاستخبرونهامنیتTOP

مولوي امیرخان متقي: نړۍ به بالاخره اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هرات ولایت ته د سفر په لړ کې پرون په دغه ولایت کې د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه د ۵۱۱ تنو سرتېرو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

متقي په دغه غونډه کې وویل، چې نړۍ به بالاخره اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې د ډاډمن امنیت ټینګښت، له حکومت سره د خلکو همکاري او د امنیتي ځواکونو د هڅو پایله ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل، چې افغانستان روښانه راتلونکی لري او له ۴۴ کلونو وروسته دلته یو خپلواک او د خلکو له ملاتړ څخه برخمن نظام رامنځته شوی دی.

مولوي امیرخان متقي په دغه سفر کې د جهاد په دوران کې له یرغلګرو څخه د پاتې شویو جنګي وسایطو څخه هم لیدنه او د هغوی په ساتلو ټینګار وکړ.

د نوموړي په وینا دا یوازېنۍ خاطرې دي، چې په تېرو کلونو کې له کړاوونو څخه د افغانانو د ډک ژوند ښکارندويي کوي.

په ورته وخت کې د هرات د پولیسو له ښوونیز مرکز مسوول مولوي محمد اسماعیل هدایت وویل، چې یاد پولیس د لومړنیو کورسونو، مسلکي زده کړو او د ساتنمنانو د ظرفیت لوړونې له پروګرام څخه فارغ شول.

د یادونې وړ ده، چې په تېر یوه کال کې د هرات د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه  نږدې درې نیم زره پولیس له مسلکي او پوځي زده کړو فارغ شوي دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا