سیاست

جمهور رئیس غني د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورسېد

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او ورسره پلاوی تېره شپه د قزاقستان پلازمینې استانې ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس ته د استانې ښار په هوایي ډګرکې د قزاقستان د پوهنې او ساینس وزیر، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د استانې ښار د والي مرستیال، په استانه کې د افغانستان سفیر او یوشمېر ډیپلوماتانوهرکلی ووایه.
جمهور رئیس غني به قزاقستان ته په دې دوه ورځني سفرکې د شانهګای د همکاریو سازمان په ۱۷ غونډه کې پر ګډون او وینا سربیره د دغې ناستې د ګډون ‌کوونکو هېوادونو له یوشمېر مشرانو سره په جلا کتنوکې له هغوی سره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته