
کابل، د وري ۲۴مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوريو پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي ودې، سیمه يیز ثبات، امنیت، دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا او مشترکاتو په باب مفصلې خبرې او د نظریاتو تبادله وشوه.
همدا راز د ناستې په پای کې په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو او د نوي افغان حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي او په يادو توکو د روږدو کسانو د درملنې په تړاو هڅې وستایل شوې او د ګڼو نورو پرمختګونو په اړه معلومات تبادله شول.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ازبکستان ته د سيمې د يو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه رسمي سفر کړی دی.
افغانمل