فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : په قانوني اومثبت چلند سره هلې ځلې وکړئ مرسته شوې پيسې ولګوئ

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٩ :   
دښو اجرااتو او خلکو ته  دښو خدمتونو  دوړاندې کولو په موخه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين اوسرپرست ډاکترکمال سادات نن    ددغه وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې   له اړوندو مسوولينو او کارکوونکو سره  وکتل.
دباخترآژانس خبرله  مخې :   ډاکتر کمال سادات په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کارکوونکو اومسوولينو ته وويل ؛ لکه څنګه چې دوزيرانو شورا په غونډه کې وويل  شول دبروکسل کنفرانس يو ځل بيا له افغانستان سره  دنړيوالې ټولنې دملاتړ فرصت برابر کړ او نړيوالې ټولنې په دې شرط سره چې دفساد لمن له افغانستان څخه راټوله شي  له خلکو سره مرسته وکړه.
له دې امله له تاسو عزتمندو مسوولينو او کارکوونکو څخه غواړم چې په قانوني او مثبت چلند سره هلې ځلې وکړئ  چې  مرسته شوې پيسې په مثبتو لارو ولګوئ  چې په راتلوونکي کې وکولاى شو  په سرلوړۍ سره دنړيوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره ولرو.
ډاکتر سادات دبودجې دلګولو په برخه کې وويل ؛ زه ددغه وزارت له هر مسوول او کارکوونکي  څخه غواړم چې دخپلو اړوندو څانګو دستونزو  او  وړانديزونوپه پام  کې نيولوسره خپله اختصاصي بودجه په  مسوولانه   ډول  ولګوي ترڅو ثابته شي چې په ادارو کې لازم ظرفيتونه شته.
ده ټينګار وکړ  له کارکوونکو او مراجعينوسره  غوره سلوک او چلند دښې حکومتوالۍ يوه مشخصه ده له دې امله  له ټولو کارکوونکو اومسوولينو څخه هيله  کيږي چې  دغه اصل دې په ادارو کې دکار په بهيرکې  په پام کې ونيسي .
ډاکتر کمال سادات په  دندو دپابندۍ په اړوند وويل چې په دندو پابندي  دهر هېوادپال او مسووليت  منوونکي شخص  مسووليت دى چې بايد دکار په بهيرکې رعايت شي او مسوولين بايد له هغه وخت څخه چې بايد  دخلکو او هېواد په خدمت  کې وي ،. ناوړه استفاده ونه کړي.
دغه راز ډاکتر  کمال سادات دبالمقطع کارکوونکو په کار نيوکې وکړې او ويې ويل ؛ يوشمير اشخاص  له خپلې پيژندګلوۍ څخه په استفادې سره په  څو وزارتونو کې  دبا لمقطع کارکوونکي په توګه دنده ترسره کوي اوپه دې ترتيب د څو تنو نورو ځوانانو  حق  چې معتبر علمي او تحصيلي سندونه لري  تلف کوي  چې بايد دغه فرهنګ  په  بشپړه توګه پاى ته ورسول شي .
ده په پاى کې   داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينو  او کارکوونکو څخه وغوښتل  هلې ځلې دې وکړي  چې بيوزلي  اوبيچاره ملت ته دښه خدمت  جوګه شي چې ديوه   ودان  ، سرلوړي او مترقي افغانستان شاهدان و اوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته