ورزش

دهيواد دکرکټ ملي ټيم دهالند له ټيم سره تمريني لوبه کوي.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په هند کې خپله لومړنى تمريني لوبه په راتلوونکي اوونى کې هالند له ټيم سره ترسره کوي
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ.
دهيواد دکرکټ ملي ټيم چې دکرکټ دنړيوال جام دسياليو لپاره دتياري په مقصد همدا اوس په هند کې دى او په دغه هيواد کې دخپلې استوګنۍ په وخت کې دهالند او د عمان دکرکټ له ټيمونو سره دوه لوبې ترسره کوي .
ټاکل شوې ده  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دمارچ دمياشتې په څلورمه نيټه دهالند له ټيم سره او د مارچ په شپږمه نيټه دعمان له ټيم سره لوبې وکړي.
دهوتک دڅرګندونو له مخې: د ٢٠١٦ م کال دکرکټ دنړيوال جام سيالۍ دهند په کوربه توب دنړۍ دشپاړلسو هيوادونو دکرکټ د ټيمونو د روان ميلادي کال دمارچ مياشتې په اتمه نيټه پيليږي چې دهيواد دکرکټ ملي ټيم په (ب) ګروپ کې خپله لومړى لوبه د اسکاتلند له ټيم، دويمه لوبه د هانګ کانګ له ټيم او دريمه لوبه د زيمبابورې له ټيم سره ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته