
کابل ، د غبرګولي ۸مه ، باختر
مولوي حیات الله میوند نن د یوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د شهيدانو او معلولینو په چارو کې د سلاکار په توګه معرفي شو.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید آخوند، د برنامو او همغږۍ معین ملا عبدالرزاق آخوند، حمایوي او خدمتونو د وړاندې کولو معین شیخ عبدالحکیم حقاني او د دغه وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رییسانو ګډون کړی و.
په همدې حال کې، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې د یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې سلاکار ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او څرګنده يې کړه: هغه کسان چې د تقوا، پوهې او دیندارۍ پر اساس ګومارل کېږي، له شک پرته د چارو په ښه سمبالتیا کې ترینه ښه ګټه اخیستل کېږي.
همدارنګه په غونډه کې شیخ عبدالحکیم حقاني هم د مشورې پر ارزښت او مسوولیتونو خبرې وکړې او میوند ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
مولوي حیات الله میوند د ریاست الوزرا د حکم له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په یاد بست کې ټاکل شوی دی چې نن یې په رسمي ډول کار پیل کړ.
وهاج