امنیت

دکورنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل باختر دغبرګولې شپاړلسمه
دکورنيو چارو وزارت اعلاميه
دکورنيو چارو وزارت دپوليسو دوسايطو  هغو ټولو متصرفينوته چې له تشکيل څخه بهر دوزارت په دننه  اويابهر کې په افرادو او مقاماتو ويشل شوي وي خبرورکوي  چې دغه وسايط  دې په ډير لنډ ممکن وخت کې اړوندو قرارګاوه او اداروته وسپاري .
ددغو وسايطو متصرفين مکلفيت لري  چې ډير ژر هغه وسايط چې په واک کې يې لري اړوندو مراجعوته وسپاري  له دې  پرته ټولو عملياتي قدموته  لارښوونه شوې ده چې ددغو وسايطو په استرداد کې جدي اقدام وکړي .
دکورنيو چارو وزارت دپلټنې لوى رييس مسووليت لري چې دکورنيو چارو وزارت په ټولو قدمو کې دې ددغې اعلاميې  دتطبيق  څرنګونالي په جدي توګه کنترول او وڅاړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته