ښوونه او روزنه

له ستونزو سره،سره بيا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي

ترینکوټ باختر د تلې د میاشتې ۱۵ مه
په ډېرو سختو شرايطو کې بيا هم هڅه کوو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرکندونې د روزګان ولایت ښځينه زده کوونکو د ښوونکي د ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
غونډې ته د وینا پر مهال د روزګان والي محمد نذیر خروټي د پوهنې په ډګر کې د ښځینه زده کوونکو هڅې وستایلې، چي په ډيرو سختو کلتوري، ټولنیزو او ناامنه شرایطو کې يې بیا هم خپلې زده کړې روانې ساتلي دي.
والي وویل زده کړې د ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ډېرې اړينې وبللې.
خروټی وايي لوستې مېرمنې کولای شي چې خپل ماشومان په سمه توګه وروزي او سالم انسانان ټولنې ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې  یو شمېر ښځينه زده کوونکو بيا وویل چې په ډیرو سختو شرایطو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
هغوی له دولت څخه وغوښتل چې، دوی ته د زده کړوزمينو په برابرولو کې خپلې هڅې زیاتې کړي او د تيوري زده کړو پر ځای ورته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
دغه نجونې پر داسي مهال د ښوونکي ورځ نمانځي چې لا هم ددغه ولایت زیاتره وګړي د ناسمو دودونو له امله  ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ مخه نيسي او ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ښځینه ښوونځي په ډیر کم شمېر سره فعال او یا هم بیخي شتون نه لري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته