کابل باختر د چنګاښ شپږ ويشتمه :
دوه تنه ښوونکي تيره شپه دطالبانو دډلې له خوا په زابل ولايت کې په ډزو سره ووژل شول .
دزابل ولايت امنيه قوماندان غلام جيلاني فراهي دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه تنه ښوونکي ددغه ولايت دشينکي ولسوالۍ په مسورې ساحه کې په ډزو سره ووژل .
فراهې څرګنده کړه :دغه دوه تنه ښوونکي د ميدان وردکو ولايت اوسيدونکي و چې ددې هيواد بچيانو ته دخدمت په خاطر ددغه ولايت په يوه ښوونځي کې په لوست ورکولو بوخت و چې دوسله والو طالبانوله خوا ووژل شول .
امنيتي مقامات وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې لپاره څيړنې دوام لري او تراوسه پورې مسووليت يې چاپه غاړه نه دى اخيستى
0 د یوې دقیقې څخه لږ