خبرونهTOPښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو په بنسټونو کې ٤١٠ زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي

 کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د تېر يو کال د کارونو په اړه معلومات ورکړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې پروګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړ شو و، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې وويل؛ چې د هر هېواد پرمختګ د هغه په علم، پوهې او لوړو زده کړو پورې تړلى دى.

هغه زياته کړه په همدې مقصد د لوړو زده کړو وزارت هلې ځلې وکړې او وتوانېد چې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته له يوې مياشتې په  کمه موده کې هېواد          په مرکز او ولايتونو کې د لوړو زده کړو د بنستونو د لوست بهير پيل کړ.

نوموړي وويل د اسلامي امارت  له برياليتوبه مخکي ٤٠٠ زره تنه محصلین په ٣٩

دولتي تحصيلي بنسټونو او١٤٣ خصوصي تحصيلي بنسټونو کې په زده کړو بوخت و

چې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته دغه شمېر ٤١٠ زرو تنو ته زيات شوى دى.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زياته کړه چې يوازې په دولتي تحصيلي بنسټونو کې ٢٢ پوهنځي ٦٠ دېپارتمنتونه او په بېلابېلو څانګو کې د ماسترۍ ١٥ پروګرامونه جوړ شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې په تېر يو کال کې د هندوستان، ايران، جاپان، چين، کاناډا، امريکا او سعودي عربستان د هېوادونو په ګډون د نړۍ له ٢٤ هېوادونو څخه په ټوليزه توګه ٣٩٣ تحصيلي بورسونه چې ٢٢٤  د لېسانس دورې بورسونه او د دکتورا دورې ١٦٩ بورسونه کېږي ترلاسه شوي او لايقو او په شرايطو برابر کسانو ته وېشل شوي دي.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست  وزیر له ملګرو ملتو او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغان محصلانو ته د تحصيلي فرصتونو د برابرولو او د هېواد د لوړو زده کړو د حالت ښه والي په مقصد له هېواد څخه بهر ته د لوړوزده کړو وزارت د محصلينو د سفر د زمينو په برابرولو کې همکاري وکړي.

وروسته  په دې پروګرام کې د لوړو زده کړو وزارت  د دفتر رييس عرفان الله عباد په تېريو کال کې د دغه وزارت د کارونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخيزې څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د تحصيلي نظام  د زيات ښه والي په لاره کې هلې ځلې کوي.

د دې پروګرام په وروستۍ برخه کې د لوړو زده کړو وزارت  مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب او د دغه وزارت وياند مولوي احمد تقي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا