نړۍ

په جنوبي سوډان کې ماشومان له خپلو کورنيو څخه جلا کيږي.

جويا- بي بي سي – باختر دمرغومي دمياشتې ٩
په  جنوپي سوډان کې يوې مرستندويې موسسې خبر دارى ورکړى دى  چې په دغه  هيواد  کې تاوتريخوالى  له خپلو کورنيو  څخه د زرګونو تنو ماشومانو  دبيلتون  سبب  شوي  دي .
دماشومانو د وژنې موسسه وايي چې  زياتره ماشومان په  لرو پرتو سيمو کې خوشې شوي دي .
ددغې موسسې دڅرګندونو له مخې :  دوى هغه ماشومان دي چې دخپلو پلرونو او ميندو د وژل کيدو شاهدان و  او دخپلو کورونو  ويجاړول  او لوټول يې ليدلي دي .
په جنوبي سوډان کې نښتې  دوه اوونۍ مخکې  ددغه هيواد په پايتخت جويا کې پيل شوي   او دهيواد بيلابيلو سيمو ته پراخې شوي  چې له امله يې څه ناڅه  زر تنه ووژل شول.
جنوبي سوډان له لسګونو کلونو جګړې  وروسته  په ٢٠١١ م کال  کې له  سوډان  څخه جلا شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته