سیاست

دافغانستان او ګرجستان دبهرنيو چارو دوزيرانو کته

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون له
غرمې مخکې  دملګرو ملتو دسازمان دعمومي اسامبلې ديو اوويايمې غونډې ترڅنګ دګرجستان دبهرنيو چارو دوزير ميخايل  جانيلدزسره په  نيويارک کې دملګرو ملتو دسازمان په مقر کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دګرجستان دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې دوروستيو پرمختګونوله امله خوښي څرګنده کړه  او له افغانستان سره دهمکارۍ لپاره يې  ددغه هېواد په دايمي  ژمنو ټينګار وکړ .
دګرجستان دبهرنيو چارو وزير دغه راز دافغانستان په باب په بروکسل کنفرانس کې دخپل ګډون ډاډ ورکړ.
وروسته دهېواد دبهرنيو چارو وزير  دګرجستان دهمکاريو اوپه افغانستان کې دامنيت اوټيکاو په تامينولو کې ددغه هېواد د ځواکونو دونډې اخيستنې له امله  مننه وکړه او دافغانستان دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو نننۍ ځواکمني يې ددغه هېواد او دنورو دوستو هېوادونو دهمکارۍ زيږنده وبلله چې په دې برخه کې  يې له افغانستان سره همکاري کړې ده.
دغه راز دواړو لورو دافغانستان او ګرجستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو او
ددغو همکاريو دپراختيا دزمينو په باب خبرې وکړې. 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته