خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو له وزارت سره د جنوبي افریقا د عالمانو ټولنې پر همکارۍ ټينګار وکړ

 کابل، د تلې ۷ مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د جنوبي افریقا د عالمانو ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوول مولانا بلال سره په کابل کې وکتل.

د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، چې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته دغه وزارت د قوانینو د اصلاح، تحصیلي نصاب، د نویو استادانو د جذبولو، د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې د شرعیاتو د پوهنځیو جوړولو د جامعاتو او تخصصاتو د عمومي ریاست د جوړولو او نورو فعالیتونو په اړه چې د دغه وزارت د لومړیتوبونو له مخې ټاکل شوي وو، کارونه ترسره کړي او پر نورو پروګرامونو کار روان دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز د تدریسي او اداري ودانیو او ترانسپورت په ګډون د یاد وزارت اړتیاوې د جنوبي افریقا د عالمانو ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوول سره شریکې کړې خو وروسته د جنوبي افریقا د عالمانو ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول مولانا بلال وویل چې د جنوبي افریقا عالمان په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریالیتوب اود جګړې د پای ته رسېدلو په خاطر خوشحاله دي.

هغه دغه راز څرګنده کړه چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت غوښتنې به د خپلې ټولنې له مسوولینو سره شریک کړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا