روغتیا

څلورو ولسوالیو لپاره د دېرش بستریز روغتون د جوړولو کار پيل شو.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې دېرشمه
د خوست ولايت په صبریو ولسوالۍ کې د باک،ځاځي میدان ،علیشېرو او ترېزیو ولسوالیو لپاره د پنځه شپيتومېلیونو افغانیو په لګښت د  دېرش بستریز روغتون د جوړولو کار پيل شوې چې ټول ساختماني کارونه به یې د قرارداد له مخې په اتلسو میاشتو کې ترسره شي.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي  خوښي څرګنده کړه او ویې ویل ویاړي چې د خوست د څلورو ولسوالیو لپاره د دېرش بستریز روغتون د جوړولو په تړاو یې د ولس سره کړې ژمنه پوره او د روغتون د جوړلو کار په عملي ډول پيلیږي
ده زیاته کړه چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې اغېزمن خدمات وړاندې او د سيمې د اوسيدونکو ډېری روغتیایي ستونزې به ورسره پای ته ورسیږي
حبیبي هیله وښوده چې د عامې روغتیا وزارت به د ساختمان له بشپړېدو وروسته د تشکیلاتو په برخه کې اړین ګام پورته کړي ترڅو د خلکو لپاره په ټولو امکاناتو سمبال روغتیایي مرکز واوسي .
د خوست ولايت د عامې روغتیا رياست سرپرست ډاکټرګل محمدالدین محمدي وویل چې دغه څلور ولسوالۍ دخوست له مرکزه په لرې واټن کې موقعیت لري چې ډېری وخت یې ناروغان دخوست مرکز ته لري والي له امله پخپل وخت نشي رسېدلی په همدې اساس د دې روغتون په جوړېدو سره به  ستونزې تر ډېره بریده هوارې او خلک به په اسانۍ سره وکولای شي چې د خپلو ناروغانو درملنه په همدې روغتون کې و کړي .
د دغه ولايت د ولایتي شورا ریېس مجیب الرحمن سالم زوی دا ډول پروژې د ولسي ستونزو په هواري او د دولت او ولس ترمنځ د اړیکو په ټينګښت کې مهمې وبللې .
د سیمې مخورو په خپلو خبرو کې د روغتون د جوړېدو هر کلی وکړ او ویې ویل دوی به ددغه روغتون په جوړېدو سره له ډېرو ستونزو خلاص شي. مشرانو او د سيمې اوسيدونکو ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې د پروژې په پلي کېدو کې به هر ډول همکاري کوي او چا ته به ددې اجازه ورنه کړي چې د دوی په سیمه کې د بیارغونې او پرمختګ مخه ډب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته