خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو په برخه کې د ترکيې د همکاریو غوښتنه وکړه

کابل، د وږي١٠ مه باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د ترکيې سفارت له مرستيال چنګيز او د مرکزي آسيا لپاره د ترکيې د پوهنې د بنسټ له مسوول رمضان سره په کتنه کې د لوړو زده کړو له وزارت سره د ترکيي د همکاريو په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصيلي برخه کې د ترکيې د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه چې د ترکيې تر ملاتړ لاندې  ښوونځيو د فارغانو لپاره يو اختصاصي پوهنتون جوړ شي چې د دغو ښوونځيو فارغان وکولاى شي په دغه پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي.

دغه راز ترکي پلاوي په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د غوښتنو د څېړني او له افغانستان سره په تحصيلي برخه  کې د دغه هېواد د همکاريو داډ ورکړ.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا