خبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالباقي منصور: د افغانستان اسلامي امارت د خلکو ستونزو رسیدنې ته ژمن دی

-کابل، د تلې ۱۳مه، باختر

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نن د کابل ښار د نولسمې، شلمې او دوه ویشتمې ناحيې د ګذر له وکيلانو، عالمانو، متنفذينو او ځوانانو سره د همغږۍ او ستونزو د حل په موخه وکتل.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کتنې په پیل کې، د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د سمون رئيس مولوي محمد ناصر کبيري د ګذر وکیلانو د دندو او مسووليتونو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته، د یادو ناحيو د ګذر وکيلانو د سړکونو د پخولو، د نړېدلو پلګوټو د جوړولو، کرنیزو ځمکو ته د اوبو د آسانتياوو د برابرولو، د ديني مدرسو د پیاوړې کولو، په ښوونځيو کې د ښوونکو د زياتوالي او ودانیو د جوړولو، د روغتونونو او تفريحي سيمو د جوړولو او ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې خپلې یو لړ غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې، د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د يادو ناحيو ستونزو ته د رسېدګۍ ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د خپل ولس ستونزو ته رسيدګي وکړي او په ښه توګه خدمتونه ورته وړاندې کړي.

هغه یادو وکیلانو ته په خطاب کې ویلي دي: په ناحيو کې موجود مسوولين د اسلامي امارت استازي دي او تاسو هر وخت کولی شئ خپلې ستونزې ورسره شريکې کړئ.

مولوي عبدالباقي منصور د يادو ناحيو د ګذر له وکیلانو او علماء کرامو غوښتي چې په خپلو ناحيو کې د بشري مرستو د وېش په اړه مستحق کسان په نښه او نوملړ يې اړوندو مسئولينو ته وسپاري چې د بشري مرستو په وېش کې له خپلوۍ او ملګرتيا پالنې ډډه وشي.

منصور همدا رنګه پر هغوی غږ کړی چې د خپلو اړوندو ناحيو له اوسېدونکو سره په اړيکه کې واوسي او د هغوی د ستونزو په حل کې دې ورسره مرسته وکړي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا