اقتصاد

په خوست کې د څه دپاسه څلويښتو ميليونو افغانيو په لګښت رغول کيږي

متون باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۴ مه
د څه د پاسه څلويښتو ميليونو افغانيو په لګښت د خوست ولایت د متون په ښارکې د لکڼو د بديخېلو پل رغول کېږي.
دغه پل د فوايد عامې وزارت له خوا د شاوخوا ۴۰،۸ ميليونو افغانيو په لګښت رغول کېږي.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وويل چې د بديخېلو پل د ٨٠ مترو په اوږدوالي او اتو مترو په پلنوالي سره د 40،8 ميليونو افغانیو په لګښت رغول کېږي چې په اوولسو مياشتو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
حبیبي زیاتوي چې د دغه پله په جوړېدو سره به د بديخيلو سيمې سلګونه خلک د متون له ښار سره يوځای شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته