
کابل، د زمري١٤ مه، باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دغه بنسټ له مراجعینو سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې د دوی عريضو او چاپیریالي ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي کيږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې کابل ښاروال څرګنده کړه چې د کابل ښاروالۍ مسوولين د کابل ښاريانو د خدمت مکلفيت او مسووليت لري او لازمه ده چې د خلکو د خدمت او د ستونزو د حل په برخه کې قانوني چلند او اقدام ته چمتو واوسي.
دغه راز کابل ښاروال اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د هغو ښاریانو اسناد چې دې ادارې ته راجع شوي دي په خپل وخت اجراات وکړي.
هغه ټینګار وکړ په دنده کې د مسوولينو غفلت او بې پروايي د کابل ښاروالۍ د مشرتابه او ښاریان نشي زغملای.
\ ذ