ټولنه

په سمنګانو کې سيلاونو تاوان واړاوه .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
  دسمنګانو ولايت په ځينو سيمو کې دسيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې په لسګونوکورونه او دبزګرانو په سلګونو جريبه کروندې ويجاړې شوې .
په دغو سيلاونو کې يو پنځه کلن ماشوم  هم بې درکه شوى دى .
دغوسيلاونو دګلې اوباران  له اورښت  وروسته دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان او روى دواب  دولسواليو او دايبکو ښار ځينې سيمې لاندې کړې .
دسمنګانو ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس رجب علي  يوسفي دباختر اژانس  خبريال ته وويل  چې په دغوسيلاونوکې داستوګنې  په لسګونو کورونه ويجاړ اويا په قسمي ډول زيانمن شوي او دبزګرانو په سلګونو جريبه کروندې ويجاړې شوې دي .
ده په دغوسيلاونوکې ديوه پنځه کلن ماشوم بې درکه کيدل هم تاييد کړل .
درارسيدلو خبرونوله مخې ددغوسيلاونو له راوتلو وروسته سيمه ئيزو مسوولينو بيړنۍ غونډه جوړه کړه او په پاى کې يو هيئت دڅيړنې لپاره  زيانمنو شويو ساحو ته واستول شو .
دسمنګانو ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس وايي چې دنړۍ دخوړو او دمهاجرت دچارو سازمانونو دمرستې ژمنه کړې ده .  خولاتراوسه پورې دهغوى دمرستې انډې نه دي رسيدلي .
په همدې حال کې هغه په سلګونو کورنيو چې ددغوسيلاونو له امله يې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي دخپلوانو کورونو ، ښوونځيو، جوماتونو اويا لوړو ساحو ته پناه وړې ده او خوراکي توکو ، درملو او استوګنځي  ته سخته اړتيا لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته