٤-کابل باختر دمرغومي دويمه
دکابل ١٠١ اسمايي زون ملي پوليسو پرون څلور تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ ، په نيول شويو کسانو دنشه يي توکو دپلورلو او له غير قانوني وسلې څخه د کار اخستلو تور لګول شوى دى چې دملي پوليسو له خوا دکابل ښار په دريمې ، دولسمې او ديارلسمې حوزو کې ونيول شول .