ټولنه

دوه مليونه اوشپږ سوه زره تنه افغانان له هېواد څخه بهر شپې سباکوي // اوويا هېوادونه ددغو افغانانو کوربه توب کوي .

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٨  :
دمهاجرت نړيوال سازمان اعلام کړى دى  چې دروان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې کابو يوسلو اتلس زره تنه  افغانان له خپل هېواد څخه وتلي  او نورو هېوادونو ته يې پناه وړې ده.
دباخترآژانس دخبرله مخې :   دمهاجرت نړيوال سازمان په  دې وروستيو وختو کې اعلام کړى دى   چې دوه اعشاريه شپږ مليونه تنه افغانان دنړۍ څه دپاسه اوويا هېوادونو ته مهاجرت کړى دى  او ځينو دغو هېوادونو دافغانانو   پناه غوښتنه رد کړې ده  يوازې  دروان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  کابو يوسلو اتلس زره تنه افغانان له دغه هېواد څخه وتلي دي او يو شمير نور هم له برخليک پرته  له افغانستان څخه بهر شپې سباکوي.
دغه سازمان وايي  چې په وروستيو دوو کلونو کې اروپا ته دټولو  مهاجرينو په سلو کې شل دافغانستان اتباع دي  اوپه اروپا کې    ډير زيات پناه غوښتوونکي په روان کال کې  هم په افغانانو پورې اړه لري.
په اروپايي هېوادونو کې بيلابيلو سازمانونو  اروپا  ته دافغانانو دمهاجرت دعلت په باب څيړنې کړي دي   چې دترلاسه شويو نتيجوله مخې ناامني، وزګارتيا ، په دولت کې پراخ اداري فساد اوبيوزلي اروپا ته دافغانانو دمهاهجرت ډير مهم عوامل بلل شوي دي.
د ملګروملتودسازمان عالي کميشنرۍ هم ويلي دي چې دافغانستان دکورنيو  بيځايه شويو کسانو شمير هم دهرې ورځې په تيريدو سره  زياتيږي  او همدا   اوس   په زرګونو کورنيو   دناامنۍ له امله   له افغانستان څخه دوتلو  لاره نيولې ده او ددغه هېواد دولت هم  له هغوى  سره په مرسته کې کمزورى عمل کړى دى.
افغانستان  دکار پنځلس مليونه  تنه ځواکونه لري  چې زياتره دغه ځواکونه ځوانان دي .  خوپه تيرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې  دوزګارتيا ستونزې ته  دومره پاملرنه  نه ده شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته