
کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د بلخ له يو شمېر مجاهدينو سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي نظام د زرګونه مجاهدينو او خلکو د قربانيو محصول دی، چې بايد ورته درناوی وشي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي سردار محمد حيدري د ګډونوالو په استازيتوب خبرې وکړې او د ټولنيزو مسائلو، ښوونې او روزنې، ديني مدرسو، روغتيا او ښې حکومتولۍ په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولايت مجاهدينو سره په کتنه کې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د جهاد پر مهال د اشغالګرو پر وړاندې د دې ولايت د خلکو قربانۍ وستايلې او ویې ويل، اسلامي نظام د دې هېواد د زرګونه مجاهدينو او خلکو د قربانيو محصول دی، چې بايد ورته درناوی وشي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز وويل، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په ټولو برخو کې د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی.
لمر