خبرونهسیاستTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: افغانان د کلونو جګړو او سږني ساړه ژمي له کبله زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري او مرستندويه ادارې بايد دې ټکي ته پام وکړي

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د ای ار سي مؤسسې د نړيوالو چارو له مرستیالې مېرمن مډلن سره وکتل.
‏آغلې مډلن په دغه کتنه کې وويل چې ای ار سي موسسه له کلونو راهيسې د افغانستان په ګډون ډېرو هېوادونو کې د بشري مرستو په برخه کې فعاليت کوي.
نوموړې زياته کړه، دې موسسې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ له تحول وروسته د افغانانو اړتياوو ته په کتو دغه هېواد یې پرېنښود او خپلو مرستو ته يې دوام ورکړ.
سرچينې د اسلامي امارت مسوولينو څخه له دغې موسسې سره د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه، ترڅو په مختلفو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
‏ مډلن همدارنګه وويل چې اوسمهال په دې موسسه کې د ښځو او نارينه وو په ګډون ۸۷۰۰ کسان په کار بوخت دي، په داسې شرایطو کې چې خلک همکاريو ته اړتيا لري، اړمنو ته د مرستو دوام اړين دی او موږ په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکاريو غوښتونکي يوو.
‏د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ای ار سي مؤسسې د بشري فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ د دې مؤسسې د فعاليتونو دوام مهم وباله او وېې ويل، افغانان له نږدې نيمې پېړۍ جګړو، ناامنيو او سږني ساړه ژمي له کبله لا زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري.
‏د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، بايد د سياسي چارو او بشري مسايلو ترمنځ تفکيک وشي او بشري مرستې بايد په سياسي مسايلو پورې مشروطې نشي.
مولوي عبدالسلام حنفي په نشه يي توکو د روږدو کسانو موجوديت د نورو ترڅنګ د ټولنې يوه عمده ستونزه په ګوته کړه او هغوئ ته رسيدګي يې د اسلامي امارت دنده وبلله.
نوموړي له ای ار سي مؤسسې څخه غوښتنه وکړ، چې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا