سیاست

جمهور رئیس غني حشمت خان خلیل کرزي ته د ولس شهید لقب ورکړ

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د حشمت خان خلیل کرزي د شهادت د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، موږ نن دلته یوازې د غمشریکۍ لپاره نه یوو راټول شوي، بلکې د شهید حشمت خان د ارمانونو د پاللو ژمنه تازه کوو.
په سلام خانه ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې ملي مشر حامد کرزي، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست مشاورینو، د اجرائیه ریاست مرستیالانو، د سولې عالي شورا رئیس، د عالمانو د سراسري شورا رئیس او غړو، د ملي شورا مشرتابه او استازو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د کابینې غړو، جهادي اوسیاسي شخصیتونو او قومي مشرانو حضور درلود.
په پیل کې عصمت قانع د شهید حشمت خان خلیل کرزي ژوندلیک ولوست چې په هغه کې یې د خان شهید  د ژوند مهمو کارنامو، هڅو او ملي ارمانونو ته په اشارې نوموړی یو منلی او پیاوړی ملي شخصیت یاد کړ.
ورپسې د جمهور رئیس سلاکار او د شهید حشمت خان خلیل کرزي د تلین په مناسبت د جوړې شوې غونډې د کمیسیون مشر محمد داوود ګلزار د یاد کمیسیون پرېکړه لیک چې په اتو مادو کې ترتیب شوی و، ولوست.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د شهید حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، خان د ملي اخلاقو، ملي احساس او وطن دوستۍ درس له خپلې کورنۍ څخه اخیستی وو.
ښاغلي کرزي د سولې تامین، د معارف دودول، د ملي یووالي ټینګښت، ولسواکي او ښه حکومتوالي د خان شهید د څلورو ملي ارمانونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه، د خان شهید د ارمانونو د پاللو لپاره به یو خیریه بنسټ جوړ کړي چې بې وزله او بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې د چارو ادارې مرستیال نعمت الله ثایر شهید حشمت خان خلیل کرزي ته د ولس شهید لقب او د یادګار په توګه د هغه زوی صفي الله خان ته د غازي وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکولو په هکله د جمهور رئیس فرمان ولوست.
په یاد فرمان کې پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو ته لارښوونه شوې وه چې د لوګر په سرخ اب کې یو ښوونځی او په کابل کې یوه څلور لاره د خان شهید په نوم ونوموي.
جمهور رئیس په دغو مراسمو کې د خان شهید ژوند او کارنامو ته په اشارې وویل، د شهید حشمت خان خلیل کرزی د ښه درک کولو لپاره د خوشال بابا دستارنامه او بازنامه ولولئ.
هغه زیاته کړه، نوموړی په داسې کورنۍ او ښوونځي کې لوی شوی او روزل شوی وو، چې خپل هېواد او ولس ته ژمن وو، هیڅ وخت یې ځان له ولسه لوړ او بېل نه ګاڼه.
محمد اشرف غني د حشمت خان خلیل کرزي سخاوت ته په اشارې وویل، د خان شهید مور ویل، بزګرو به چې کورته غنم راوړل، نو ده به ټول په خلکو او بې وزلو وېشل.
هغه زیاته کړه، د ده د مرستې لاس انسان، حیوان او تر ټولو زیات اړو او بې وزلو خلکو ته غځېدلی او رسېدلی وو.
جمهور رئیس د خان شهید د اولادونو وړتیاې وستایلې او زیاته یې کړه، له وطن سره د خان مینه چې له خپل شهید پلار او شهید کاکا څخه یې زده کړې وه، د ده لور د شعر په ژبه ټولو ته ورسوله.
جمهور رئیس غني وویل، په خپل پلرني کلي سرخ اب کې به یو ښوونځی د شهید حشمت خان خلیل کرزي په نوم ونوموي او ټول لګښت به یې له خپلې شخصي پانګې څخه ورکړي.
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان دښمنانوچې د هېواد سوکالي او پرمختګ یې نشو زغملی، نو حشمت خان خلیل کرزی یې په ترهګریز برید کې په شهادت ورساوه. هغه زیاته کړه، خان شهید به نه یوازې نه هېرو، بلکې د ده په ګډون به د ټولو شهیدانو ارمانونه پرځای کوو.
په دې مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او حشمت خان خلیل کرزی یې ملي او خپلو خلکو ته ژمن شخصیت وباله.
هغه وویل، حشمت خان خلیل کرزی د ټاکنو پرمهال په کندهار کې د جمهور رئیس غني د کمپاین مسوول وو. ټاکنې د ولسواکۍ یو اصل دی او هر څوک حق لري چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي،دا کار د خلکو د جلاوالي لامل نه کېږي.
اجرائیه رئیس څرګنده کړه، شهید حشمت خلیل کرزی مې نه وو لیدلی، خو د ده د مېړانې، اتلولۍ، کارنامو، ولس، بې وزلو او معارف سره د مینې ستاینې مې اورېدلې دي.
هغه زیاته کړه، له شهیدانو څخه د غیرت، ایمانداري، سخاوت، استقامت او غریب دوستۍ درس موږ ته پاتې دی، ځکه هغوی خپل ځانونه د خدای او هېواد په لاره کې قرباني کړي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د یو شهید قدرداني زموږ د ټولو شهیدانو قدرداني ده.
هغه زیاته کړه چې شهید د ملي یووالي او د هېواد د قوت لامل کېږي، ځکه شهیدان د ملت ګډ ویاړونه دي.
همدارنګه ذبیح الله مجددي د شهید حشمت خلیل کرزي په اړه د جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي پیغام ولوست. قومي مشر څارنوال محمد عیسی خان، د سولې عالي شورا غړي حاجي دین محمد او بریالي هلمند د خان شهید د شخصیت او کارنامو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړي مولوي جوره د شهید حشمت خلیل کرزي او د هېواد ټولو شهیدانو ارواو ته د دعا په کولو سره غونډه پایته ورسوله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته