
کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د «اسلامي امارت د مشرتابه له لوري، د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ په موخه، په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو» په خبري غونډه کې وویل: د خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو لپاره څلور سلنه انتفاعي ربعواره مالیه چې اخیستل کېده، د یوه کال لپاره معاف شوې ده.
هغه زیاته کړه چې له عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) سره د افغانستان د اسلامي امارت د مقاماتو او د خصوصي سکتور استازو د پرله پسې بحثونو په پایله کې، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د څرګندونو له مخې؛
د صنعتي سکټور د ودې او پراختیا لپاره د دې سکټور څلور سلنه ربعواره انتفاعي مالیه دوه سلنې ته راټیټه شوې ده.
هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې د سوداګرو، صنعتکارانو او په مجموع کې د خصوصي سکټور لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې، د اسلامي امارت د عالي مقام د دفتر استازي مولوي احمد جان بلال، د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ په موخه، په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو» په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه بشپړه اعلامیه ولوستله او ویې ویل: د صنعت د ملاتړ او ودې په موخه کرنیز، صنعتي او سوداګریزو سکټورونو ته اووه سلنه قراردادي موضوعي مالیه معاف شوې ده.
هغه زیاته کړه: د واقعي تجارانو د تثبیت لپاره د سوداګرۍ جواز تر اخیستلو مخکې، اخیستونکی باید ۵۰۰ زره افغانۍ په بانکي اکونټ کې د تضمین په شکل بلاک کړي.
له بلې خوا، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په خپلو خبرو کې وویل: اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان د شریفو او متدیو خلکو په مرسته او همکارۍ، هېواد آباد او سوکاله کړي.
هغه یادونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت خپل ټول پلانونه او پروګرامونه د هېوادوالو د ژوندانه د شرایطو په پام کې نیولو سره تطبيقوي او نه غواړي چې څوک زیانمن شي.
په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د رهبرۍ وروستۍ پرېکړه د ټولو په ګټه وبلله او له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې د دغې پرېکړې د لا ښه تطبیق په برخه کې دې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
همدا رنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند، د اسلامي امارت د رهبرۍ وروستۍ اعلامیه ګټوره وبلله او ویې ویل: د اسلامي امارت مشرتابه له لوري، د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ په موخه، په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه وروستۍ اعلامیه؛ د هېواد او هېوادوالو په ګټه ده او په چارو کې د پرمختګ لامل کېږي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده هم، له کورنیو تولیداتو څخه پر استفادې ټینګار وکړ او ویې ویل: له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه، د اقتصاد د پیاوړتیا، د مالیاتو د کچې د لوړولو او په هېواد کې د عوایدو د زیاتوالي سبب کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې غونډې په وروستۍ برخه کې، د خصوصي سکتور یو شمېر غړو، د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ په موخه، په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه د اسلامي امارت مشرتابه د اعلامیې هرکلی او ملاتړ وکړ او د خصوصي سکتور د ودې او پياوړتيا په اړه يې خپل نظریات او وړانديزونه شريک کړل او د اسلامي امارت له لوري یې د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.
وهاج