(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

مولوي عبدالسلام حنفي: د غاليو صنعت لپاره د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په لټه کې يو

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د غاليو صنعت له ملي سوداګر  او د قالينو صادروونکو ټولنې غړي محب الله کوهي سره وکتل.

محب الله کوهي په هېواد کې د غاليو تولید زياتوالي او د نړۍ په کچه د غاليو د بيې او ارزښت د لوړوالي خبر ورکړ.

محب زياته کړه، چې په افغانستان کې جوړې شوې غالۍ د نړۍ مختلفو هېوادونو ته صادرېږي.

نوموړي سوداګرو او د غاليو صادروونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او همداراز د وضع شویو مالياتي معافيتونو له امله د اسلامي امارت په هڅو خوښي وښوده.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د غاليو صنعت د ودې په برخه کې د ملي سوداګرو په هڅو او پراخو فعاليتونو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤولين د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول د غاليو صنعت لپاره د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په لټه کې دی.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا