کابل باخترد وري دمياشتې ١٧ :
په افغانستان کې د څوپوځي عملياتو په بهيرکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په تيرو څلرويشتو ساعتوکې ددغو عملياتو په بهيرکې چې د هيواد په ځينو سيمو کې دافغان اوناټو د ځواکونو له خوا ترسره شول؛ څه ناڅه اوولس تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي اوشپږتنه يې ټپيان شوي دي .
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغو وسله والو طالبانو وژل کيدل اونيول کيدل تائيد کړى دى.
باخترآژانس ددغې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې دغه وسله وال طالبان دننګرهار ، کاپيسا ، کندز ، جوزجان ، قندهار ،لوګر ، خوست ، پکتيکا، هلمند او د نيمروز د ولايتونو په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې دافغان اوناټو د ځواکونو له خوا ورباندې بريدوشو.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والوطالبانو دجنګي وسايلو درې ډپيوګانې هم ترلاسه شوې دي .