سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: هيله لرو په کابل کې د جاپان سفارت خپل فعالیتونه له سره پیل کړي

کابل، د زمري ۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره، په داسې حال کې چې د “جایکا” مؤسسې رئیس هم حاضر و، په ارګ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل: افغانستان له جاپان سره تاریخي او ښې اړیکې لري او دا چې په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، هيله لرو په افغانستان کې د جاپان سفارت خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.
مولوي حنفي زیاته کړه: اسلامي امارت د ښځو د زده کړو او کار مخالف نه دی، په ډېرو تعلیمي او ملکي ادارو کې د زده کړو او کار بهیرونه عادي شوي دي. فساد او نشه یي توکي لمنځه تللي، بشري حقونه د اسلامي شريعت مطابق تامین شوي او عمومي عفوه تطبیق کېږي.
په همدې حال کې، د جاپان سفیر په افغانستان کې د زلزلې او وروستیو سېلاوونو له امله پر رامنځته شویو مالي او ځاني زیانونو خواشیني وښوده او ویې ویل: زموږ بشري مرستې او همکاري به د پخوا په شان دوام وکړي او وروستیو قربانیانو ته مو د افغاني سرې میاشتې له لارې عاجلې مرستې رسولې دي.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او موږ له افغانانو سره ګډ کار کوو چې دغه هېواد دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.
په کابل کې د جاپان سفیر، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له کوم قید او شرط پرته له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د کتنې په پای کې د “جایکا” مؤسسې رئیس، په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي وښوده او ویې ویل: تمه لرو چې ډېر ژر په کابل کې د جاپان سفارت له پرانیستل کېدو سره سم، موږ هم بېرته خپل ماموریت ته چې افغانانو ته د بشري او انکشافي مرستو برابرول دي، دوام ورکړو.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا