ورزش

د چپرهار د قلعه شیخ لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

کابل/ د سلواغې ١٢مه/ باختر
د ننګرهار په پچیر آګام ولسوالۍ کې د درېیو والسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چپرهار ولسوالۍ د قلعه شیخ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
ځايي چارواکي وايي چې یادې سیالۍ د پچیر آګام، چپرهار او خوږیاڼو لوبډلو ترمنځ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د افغانیو د رواجولو په موخه پیل شوې وې چې ۲۴ لوبډلو پکې برخه اخېستې وه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د چپرهار قلعه شیخ لوبډلې وکولای شول په پایلوبه کې د پچیرآګام متحده لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیموکې د افغانیو د رواجولو په موخه د کرکټ او والیبال سیالۍ ترسره شوې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته