سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: په افغانستان کې د نړيوالو سازمانونو فعالیت ته د‌ غوره شرایطو رامنځته کولو ته ژمن يو

کابل، د مرغومي ۱۱ مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ځانګړي سلاکار، د OCHA رئیس، د اکبر موسسې مرستیال او د NECDO دفتر مسئول هم شتون درلود، په پیل کې مارکوس پوتزل د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار څخه د ښځو منع کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده او په دې پرېکړه يې د بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال دېته په اشارې چې ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو بین المللي مرستو ته اړتیا لري وویل، د دې وضعیت دوام د دې لامل کېږي، چې بین المللي ټولنه له افغانستان سره پخپلو
بشري مرستو بیاکتنه وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ځانګړي سلاکار وویل، په نوي زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویه هیوادونو څخه د ۴٫۵ میلیارد ډالرو مرستو غوښتنه شوې او د دغو محدودیتونو دوام به د دې مرستو ترلاسه کول ناممکن کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو د مننې ترڅنګ وویل چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو له امله ډېر زیان لیدلی او نړيوالو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي پر دې ټینګار، چې رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي وویل، افغانستان سره د نړيوالو مرستو د قطع کېدو احتمال افغانانو ته زیان رسوي او له دې کار څخه باید ډډه وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې سره، چې نړيواله ټولنه باید د افغانانو دودنه او کلتور په پام کې ونیسي وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د نړيوالو سازمانونو کار او فعالیت ته د لا غوره شرایطو رامنځته کولو ته ژمن دی.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا