کابل/د سلواغې ۲۵مه /باختر
د هرات والي او د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په یوه غونډه کې د پانګونې اوسوداګرۍ د ښه والي لپاره پر ګډ کار کولو ټینګار وکړ.
د هرات د سوداګرۍ خونې رییس محمد یونس قاضی زاده د دغې خونې مرستیالانو او یو شمېرغړو د صادراتو او وارداتو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د اقتصادي حالت د ښه والي په برخو کې د هرات له سیمه ییزې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د هرات والي شیخ اسلامجار د سوداګرۍ حالت د ښه والي په خاطر د خپلو پروګرامونو په بیانولوسره د خصوصي برخې د فعالانو ملاتړ خپل کاری لومړیتوب اعلام کړ.
د هرات والي ډاډ ورکړ چې د هرات سیمه ییزه اداره به د سوداګرۍ او پانګې اچونې له خونې سره یو ځاى د سوداګرېزو چارو ښه والي په خاطر له ټولو امکاناتواستفاده وکړي.
ج-ا