سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانانو ته زیات زیان رسېدلی دی

کابل، د لړم ۲۵ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان  د بشري چارو مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان سياسي مرستیال يوسف بن محمد الضبيعي او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په پیل کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت وویل، چې په کابل کې یې د دفتر د خلاصون موخه له افغانانو سره د لازیاتو مرستو انسجام او د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق دی.

طارق علي بخیت زیاته کړه، چې په کابل کې به د اسلامي همکاریو سازمان دفتر به د افغانستان اسلامي امارت او د دغه سازمان ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد سازمان بشري او پرمختيايي ‏مرستو ته د هر ډول اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته یې نېک فال وباله او دغه راز یې په سختو شرایطو کې له افغانستان سره د یاد سازمان د غړو هېوادونو له مرستو هم مننه وکړه.

مولوي حنفي د افغانستان څه د پاسه ۴۰ کلنو حالاتو ته په اشارې سره وویل، چې یاد وخت کې د افغانستان زېربناوو او افغانانو ته زیات زیان رسیدلی دی او په کار ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د مشورې، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او د ظرفیت لوړولو په برخو کې لازیاته هراړخیزه همکاري، همغږي او مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز په هېواد کې د هر اړخیز امنیت د ټنګښت، د کوکنارو پر کرکیلي بندیز او فساد له منځه تلو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو شلو کلونو کې کابو ۵ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي شوي، چې له ډلې یې کابو ۱ میلیون ښځې او ماشومان دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا