اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د اووه سوه ملیونو درې سوه شپېتو زرو افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور کړل

کابل باختر دزمري اتلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمداشرف غني  په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تېر ماښام په ارګ کې خپله  اوونیزه غونډه وکړه.
دجمهور رييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د مالیې  او عدلیې وزیرانو هم ګډون درلود.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې غونډه کې د ملي دفاع، فواید عامې، کرنې اواوبولګولو، ښار جوړولو، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارتونو، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د افغانستان د برېښنا شرکت اړوند ۱۵ قراردادونه وڅيړل شول، چې ځینې یې منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د ملي دفاع او د ښار جوړولو وزارتونو څلور قراردادونه د اووه سوه ملیونو درې سوه شپېتو زرو افغانیو په ارزښت منظور شول او همدارنګه د کرنې اواوبولګولو، مخابراتو او فواید عامې وزارتونو د ۹ قراردادونو د تعدیل او تمدید غوښتنه هم تاید شوه.
جمهور رئیس غني د مخابراتو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د نوري فایبر د پروژو د پلان او تطبیق په هکله دې د مخابراتو او فواید عامې وزارتونو تر منځ تخنیکي تفاهم لیک ترتیب شي او د دغو پروژو د ساختماني او مسلکي چارو مسوولیتونه دې تفکیک شي.
جمهور رئیس غني وویل، له دې وروسته باید ساختماني او تخنیکي چارې د فواید عامې وزارت او د دغه وزارت د متخصصینو له خوا ترسره شي. ده همدارنګه زیاته کړه، چې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت او ښاروالیو په ګډون د اړوندونو بنسټونو تر منځ اغيزمنه کاري همغږي حتمي ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د فواید عامې وزارت پروژې دې هم په دقیقه توګه تحلیل او وڅيړل شي او لارښوونه یې وکړه، چې د فواید عامې وزارت ټول هغه قراردادونه، چې د اجرا په حال کې دي او بودجوي، تطبیقي او زماني ستونزې لري، له سره دې وکتل او وڅيړل شي.  ده زیاته کړه، چې د بودجې د تامین، د بیې د ټیټوالي او شفافیت د تامین اوکیفیت  په هکله دې په یوه شفافه پروسه او روښانه چوکاټ کې بحث  وشي.
په پای کې جمهور رئیس غني هغو بنسټونو ته چې قراردادونه یې تاید شول، لارښوونه وکړه چې د پروژو د تطبیق د  کاري پرمختګونو منظم راپورونه په دوامداره توګه او په خپل وخت د ملي تدارکاتو کمیسیون ته برابر کړي او د اړوندو قراردادونو د تطبیق بهیر په ټینګه وڅاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته