سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: په هېواد کې د ښوونیز بهیر او دیني مدرسو د وضعیت د ښه والي په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي

 کابل، د لړم ۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د سرپل ولایت د صیاد ولسوال داملا شېرمحمد فایز سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د صیاد ولسوال د یادې ولسوالۍ د  ټولنیز، امنیتي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، د اسلامي امارت مسوولین توانېدلي په خپلو هڅو له خلکو سره ښې اړیکې ټینګې کړي او د دې ولسوالۍ خلک د حکومتولۍ له ‌‌‌‌‌‌ډول او امنیتي وضعیت څخه بشپړ رضایت لري.

نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، ښوونیز بهیر او د دیني مدرسو په برخه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صیاد ولسوال ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، خوښ دی، چې خلک د اسلامي امارت د بیرغ تر سیوري لاندې په امنیت او ارامۍ کې ژوند کوي او چارواکي باید خلکو ته د ښو چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي.

حنفي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د هېواد په ټولو سیمو کې په مساوي او متوازنه توګه د انکشافي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي او په وینا يې اوسمهال په ټول هېواد کې د ښوونیز بهیر او دیني مدرسو د وضعیت د ښه والي په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا