قندهار/ باختر دثور نولسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونښتې .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه جګړې له هغه وروسته ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو څلور ډيپوګانې په قندهار ولايت کې کشف او ترلاسه شوې .
د قندهار ولايت يو پوځي قوماندان وويل چې دغه ډيپوګانې د قندهار ښار او د ژيړي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترلاسه شوې دي .
1 1 دقیقه لوستل