امنیت

د سيلاب قول اردو دې لغمان ته پاملرنه زیاته کړي

_کابل باختردکب دمياشتې لسمه
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو دې لغمان ولایت ته خپله پاملرنه زياته کړي
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبارنعیمي د ملي ځواکونو د ملاتړ په ملي ورځ په ختیځ کې د میشت ۲۰۱ سيلاب قول اردو له جنرال محمد زمان وزیري سره په ځانګړې کتنه کې وکړې. 
والي وویل: تر اوسه پورې هم په دغه ولايت کې د پنځلسو کلونو پخوانی تشکیل دی چې امنيتي ځواکونه اکمال تجهيز او هر اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري.
لغمان والي د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له لوى ریاست څخه هيله وکړه چې د امنیت له پلوه يې دغه ولايت په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.
د۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري بیا وویل: د لغمان هر اړخیز امنیتي خوندیتوب ته به ځانګړې پاملرنه .
وزيري د ځواکونو د شمېر د زیاتوالي، اکمال او تجهیز برخه کې هم دخپلو ځانګړو پلانونه یادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د خپلو ځواکونو اړتیاوو ته به په دغه ولایت کې لازمه رسیده ګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته