ټولنه

په لوګر کې دلومړني صنعتي پارک دبنسټ ډبره کيښودل شوه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
په لوګر ولايت کې د لومړني صنعتي پارک دبنسټ  ډبره کيښودل شوه.
دغه پارک دڅه دپاسه يو زرو سل جريبه ځمکې په ساحه کې په محمد آغې ولسوالۍ کې په دووکلونو کې جوړيږي.
هيله کيږي په لومړي  پړاو کې دوسوه پنځو سوتنو پانګه والو ته په دغه پارک کې ځمکه  وويشل شي.
په افغانستان کې دپانګې اچونې دملاتړ د ادارې رييس وفي الله افتخار دباختر آژانس خبريال محمد زاهد سلطاني ته وويل :  ټاکل شوې ده په دې پارک کې پانګه وال دبيلابيلو توليدي فابريکو په جوړولو لاس پورې کړي چې په دې اقدام سره سلګونو تنو بيوزلو او وزګارو ځوانانو ته به  د کار زمينه برابره شي.
ويل کيږي دافغانستان دپانګې اچونې دملاتړ ادارې ددغه پارک دجوړولو لپاره شپږ مليونه ډالره ځانګړي کړي دي .
دلوګر والي ارسلاجمال د دغه پارک جوړول داقتصادي او دکورنيو توليداتو دودې په لاره کې يو سترګام وباله او هيله يې وکړه چې ډير  ژر  به په لوګر کې  دسلګونو توليدي فابريکو دجوړولو او فعاليت شاهد وي.
د لوګر والي وويل :  هلې ځلې کوي چې ډير ژر ددغه پارک دبريښنا او اوبو پروژې پيل کړي.
دلوګر ولايت دپوليسو يومسوول رييس خان صادق ژمنه وکړه  چې ددغه صنعتي پارک دامنيت دتامينولو په لاره کې هلې ځلې کوي.
دلوګر دصنعتي پارک دجوړولو کار په داسې حال کې پيل شو چې افغانستان دلږ
توليدي محصولاتو په  لرلو سره په بهرنيو مالونو تکيه کړې ده .
اقتصادي کارپوهانو دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دصنعتي پارکونو جوړول دافغانستان داقتصادي سمسورتيا او خود کفايي په لاره کې لوړ ګام بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته