
کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن د کندوز له والي ملا نثاراحمد نصرت سره وکتل.
د کندز والي ملا نثاراحمد نصرت په دغه کتنه کې د ياد ولايت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په هکله د ریاست الوزراء کفیل ته مالومات ورکړل.
نصرت زیاته کړه، چې په کندز ولايت کې ترکار لاندې د بیا رغونې پروژې په ښه ډول پر مخ روانې دي او سیمه ییز مسئوولین یې څارنه کوي.
سرچينې همدارنګه وويل چې په کندز کې د پوځي او ملکي ادارو تر منځ همغږي رامنځته شوې او خلک له ځایي ادارې سره همکار دي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال او کفيل مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وویل چې کندز د جهاد مرکز پاتې شوی او کندزیانو د جهاد په کلونو کې ډېر کړاوونه ګاللي دي او اړتیا ده، چې ځايي اداره د خدماتو په رسولو کې له پوره اخلاص او محنت څخه کار واخلي.
نوموړي د کندوز والي ته د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.
افغانمل