(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي

کابل، د وږي ۹مه، باختر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېر ماښام د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او مجاهدینو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي.

یادو قومي مشرانو او مجاهدینو په دې کتنه کې وویل چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن نشته، خو د اسلامي نظام ضد کړۍ تل د اسلامي امارت خلاف منفي تبلیغات کوي.

دوی زیاته کړه، چې ټول افغان قومونه د نظام د ټېنګښت او دوام لپاره یو شان نظر لري او په دې برخه کې د اندېښنې وړڅه نشته.

د تڼیو قومي مشرانو د اسلامي امارت له لوري د هېواد د متوازن انکشاف له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د حکومت په هڅو توپیري چلند له منځه تللی او په پراختیايي پروژو کې ټولو سیمو ته مساوي ونډه ورکړل شوې ده.

 دوی د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د سړک رغولو، د ځنګلونو د پالنې او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه.

 په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یادو قومي مشرانو او مجاهدینو ته وویل چې قومي مشران او مجاهدین کولای شي د حکومت او ولس ترمنځ همغږۍ او د همکاریو پراخېدو ته لاره هواره کړي او اسلامي امارت په دې برخه کې د ټولو قومي مخورو او هېوادوالو د هڅو مننه کوي.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت بودجه د متوازن انکشاف پر اساس تنظیم او د ولسونو غوښتنو ته په کې لومړیتوب ورکول کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا