(PS)خبرونه(PS)سیاستTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي ټولو افغانانو ته په هېواد کې د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر پرون د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مرستیال مولوي محمد ارسلاح خروټي سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي ټولو افغانانو ته په هېواد کې د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې مولوي محمد ارسلاح خروټي د یاد وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي ټولو افغانانو ته په هېواد کې د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.

نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کوي او افغان کډوالو سره یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل همداراز د وزارت د چارو لا ښه والي په موخه خروټي ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا