امنیت

په تخارکې د اتو تنه وسله والو طالبانو وژل کيدل

تالقان باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : اته تنه وسله وال طالبان پرون په تخار ولايت کې ووژل شول. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه تنه وسله وال طالبان د دغه ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ په مرکزکې په هوايي بريد او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول. دغه راز د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان قاري نقيب الله له دوو تنو ساتوونکو سره يې د يوه هاوان د چاودنې امله ووژل شول. اسير زياته کړه: وسله والو طالبانو د انتخاباتو د بهير د ګډوډولو په خاطر په لسګونو هاوانونه د خواجه غار ولسوالۍ پر هزارباغ کلي وتوغول او يو يې د دوى په خپل منځ کې وچاوديد او ووژل شول. د يوبل خبرله مخې: دوه تنه وسله وال طالبان د سرپل- جوزجان د لويې لارې په تګلوري حد بخشي سيمه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته