سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت غېږه ټولو هېوادوالو ته خلاصه ده

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې د مشرانو جرګې له مرستیال انجنیر حسیب الله کلیمزي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې ناسته کې، لومړی ښاغلي کلیمزي خوښي وښوده چې بېرته هېواد ته راګرځېدلی دی او زياته يې کړه، چې هغه تصویر چې بهر د اسلامي امارت په اړه وړاندې کېږي له هغو شرایطو سره خورا توپیر لري، چې په افغانستان کې حاکم دي.
نوموړي زياته کړه، د افغانانو خوښي، سکون او عزت په خپل وطن کې دی او د همدې لپاره په بهر کې ډېری مېشت پخواني مقامات او هېوادوال چمتو دي چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي او په همدې تړاو يې خپل وړانديزونه او نظريات هم شريک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ښاعلي کلیمزي او ټولو هغو شخصیتونو چې هېواد ته راستانه شوي مننه وکړه او ویې ويل، چې د اسلامي امارت غېږه ټولو هېوادوالو ته خلاصه ده او ټول هغوی چې په تېر نظام کې ېې په هر موقف کار کړی وي کولای شي بېرته راشي او په ډاډه زړه ژوند وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا