سیاست

د مشرانوجرګې رييس د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى له وزيرسره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧ مه
دمشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلميارنن دمخابراتو اومعلوماتي تكنالوژى له وزير انجنير اميرزي سنګين سره دخپل كار په دفتر كې وكتل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې كتنه كې دمخابراتو وزير، د دې وزارت دكړنو اوراتلوونكو پلانونو په اړوند دمعلوماتو د وركولو په ترځ كې وويل چې دمخابراتي مکالمو مصئونیت تامین دی؛ خو د باصلاحيته محكمې دحكم له مخې د هرهيواد د امنيت اوله مخدره موادو سره د مبارزې ارګانونه كولاى شي چې د ملي ګټو د ساتنې اوڅارنې په خاطر، مخابراتي مكالمې واوري.
دغه راز انجنير سنګين دمخابراتو اومعلوماتي تكنالوژى په برخه كې پانګه اچونه ، د كاري فرصتونو په برابرولو اود دولت دعوايدو په زياتوالى كې ارزښتناكه وبلله، دمشرانوجرګې رئيس ته ئې ډاډ ور كړ چي د انترنيتي اومخابراتي شركتونو له لوري په لوړكيفيت اوټيټه بيه دمخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو په لاره كې به لازمې كړنې ترسره كړي.
په كتنه كې دمشرانوجرګې رئيس په اوسنى وخت كې دمخابراتو او انترنيتي خدمتونو د اهميت د بيانولوپه ترڅ كي، سپارښتنه وكړه چې ددې سكتور دلا پراختيا په مخه بايد، نور اړين ګامونه هم پورته شي، ترڅو هيوادوال دخپلو اړيكو د تامين په لاره كې له هيڅ ډول خنډ سره مخامخ نشي.
مسلميار د انجنير اميرزي سنګين اود دې وزارت د نورو اړوندو چارواكو اومنسوبينو لاسته راوړنې د قدروړ وبللې او دمشرانوجرګې تقدير نامې ئې انجنير اميرزي سنګين او د دغه وزارت معين انجنيروهاب الدين سادات اودمخابراتي خدمتونو د تنظيم اداري(اترا) مرستيال انجنيرخيرمحمدفيضي ته وړاندې كړې، چې د دوى له لوري هم، په كور ودانۍ اوهيوادولو ته د باكيفيته اوښوخدمتونود برابرولوپه ژمنوومنل شوي#.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته