(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت ټول مسوولين د ولس د خدمت لپاره ګومارل شوي دي

۳ کابل، د غبرګولي ٨مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر پرون د ننګرهار د شینوارو له يو شمېر قومي مخورو او استازو سره په کتنه کې وویل، چې د اسلامي امارت ټول مسوولين د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوي دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې کتنې پیل کې راغلو مشرانو د سیاسي معاونیت زيار او هڅو ته په اشارې وويل، چې تل یې د ولسونو غږ اورېدلی او خلکو په ډاډه د خپل زړه درد ورسره شريک کړی دی.

دوی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسونو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د ولسوالۍ په کچه د يو روغتون جوړېدو او نورو پراختیايي چارو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولس پر مخ پرانيستې او ټول مسوولين د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوي دي.

مولوي عبدالکبیر زياته کړه، د ملت او اسلامي امارت ترمنځ باید واټن نه وي، ترڅو خلک هر وخت خپلې ستونزې شريکې کړای شي.

هغه وویل، د شینوارو ولسونو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا