سیاست

دهېواد اجرائيه رئيس په بدخشان کې دامنيتي ځواکونو دلاسته راوړنو قدرداني وکړه

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  دکورنيو اوبهرنيو  تروريستانو په وړاندې  دامنيتي ځواکونو د لاسته راوړنو ، مبارزو او اتلواليو دقدردانۍ په موخه پرون  دبدخشان ولايت ته سفر وکړ.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ .
په دې سفر کې دهېواد اجرائيه رئيس  دزيباک ولسوالۍ دکتنې په ترڅ کې  دهېواد دامنيتي ځواکونو دسرتيرو او افسرانو دسرښندنو له امله  مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې د حکومت مشرتوب  دهېواددفاع  او دخلکو دامنيت  دتامينولو په لاره کې  ددوى دهڅو اوهاند په قدر پوهيږي .
ډاکتر عبدالله عبدالله دکورنيو او بهرنيو  ډار اچوونکو ډلو  له شتون څخه  دبدخشان  دتصفيې په اهميت باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دامنيتي ځواکونوپه وروستيو  عملياتو کې تروريستي ډلو ته  دسر دروند زيان اوښتى دى. 
د هېواد اجرائيه رئيس دزيباک ولسوالۍ دبيرته نيولو په لاره کې په خپل وخت دامنيتي مسوولينو اقدام وستايه .
په دې سفر کې دغه راز دهېواد اجرائيه رئيس، بهارک _ اشکاشم  دترانزيتي لارې             
د جوړولو کار چې د ١٠٨ کيلومترو په اوږدوالي او د ٩٨ ميليونو ډالرو په لګښت جوړيږي او دتاجکستان تر پولې پورې دوام مومي ، په رسمي ډول پرانست .
ډاکتر عبدالله عبدالله  په فيض آباد ښارکې په فوق العاده غونډو کې دبدخشان  دسيمه ييزو بنسټونو او خلکو  ستونزې او چلنجونه وڅيړل او دهغو دحل دلارو  چارو  په برخه کې يې  لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ولايتي سفر کې، دهېواد له اجرائيه رئيس   سره  دبهرنيو چارو ، فوايد عامې ، عامې روغتيا ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا ، انرژۍ او اوبو او دګرځندوى وزيرانو ،  دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې سرپرست، دهېواد دوسله وال پوځ لوى درستيز ، دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ،دپيښو په چارو کې ددولت  وزارت معين ، دملي امنيت دلوى رياست مرستيال ، دوزيرانو شورا  ددارلانشا رئيس ، په ملي شورا کې  دبدخشان  دخلکو يوشمير استازو اودهېواد داجرائيه رياست وياند ملګرتيا کوله .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته