(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: د برېښنا رسولو او بېلونو تحویلۍ برخه کې خلکو ته لا زیاتې آسانتياوې رامنځته شي

کابل د غوایي ٣١مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس ملا محمد حنیف حمزه سره په کتنه کې د برېښنا رسولو او بېلونو تحویلۍ برخه کې خلکو ته لا زیاتو آسانتياوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.
د افغانستان برښنا شرکت رئيس د کابل او ولایتونو د برېښنا او راتلونکو پراختیايي پلانونو په ګډون د خپلې ادارې کاري راپور وړاندې کړ.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ملا محمد حنیف حمزه وویل، چې دا مهال د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا په منظم ډول وېشل کېږي او په راتلونکي کې به د برېښنا شبکه محرومو سيمو ته هم وغځول شي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر له نوموړي او د دې شرکت رهبرۍ له هڅو څخه مننه وکړه او یې ويل، د افغانستان برښنا شرکت دې خلکو ته د برېښنا رسولو او د بيلونو تحويلولو پر مهال هغوی ته د لا زياتو آسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې هڅې وکړي او له اړوندو ادارو سره دې همغږي زياته شي.
هغه وويل، خلک بايد ستاسو له خدمتونو څخه راضي او د هغوی د خوښۍ باعث وګرځي او همداراز له دايمي پوروړو سره د حسابونو پر تصفيې هم ټينګار وشو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا